IQNA

د قرآن حافظه  میرمن او ډاکټره چې  په غزې کې شهیده شوه (فیلم)

6:53 - April 03, 2024
د خبر لمبر: 3488990
ایکنا-  وحشي صهیونیسټي جنایتکارو پوځیانو  د قرآن کریم حافظه میرمن  او ډاکټره شیما جمال نعیم  هم چې  په  غزې تړانګې ئې د تلاؤ تر ټولو لوړ امتیاز درلود، شهیده کړې ده.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، میرمن شیما نعیم ، د متصل سند د مطالعې پړاؤ پیل کړی ؤ ،خو د وحشي صهیونیسټي رژیم په بمباریو کې  په آمان کې پاتې نه شوه .

میرمن شیما(ام تیسیر)یوې فلسطینۍ جینۍ ،خور ،ماندنې  او مور  په ماشوموالي کې قرآن کریم حفظ کړ او د هغې کورنۍ  او دوستانو  هغه یوه مهربانه ، ،لوړهمت لرونکي ، باهوش ، زغم لرونکي او پاک طینیت لرونکي  بانو بللې ده .

میرمن شیما نعیم  د ډینټل پوهنځي څخه فارغ التحصیله  وه او پخپل کلاس کې ئې لومړۍ مقام ترلاسه کړی ؤ او په جرمني او انګریزي ژبو باندې مسلطه وه  او دغه راز له ترکي ، فرانسیسي  اوعبري ژبو سره  هم ښه بلده وه.

د خپل پرمختګ لپاره د  شیما لوړ همت او خوبونه همدلته نه ختمیدل ،هغه له فارغ التحصیلۍ وروسته   د ډیزانینګ، ژبې زده کولو او بازار موندنې  په مختلفو پړاؤنو کې هم ګډون کړی ، که څه  له خپل درې کلن زوي ؛تیسیر روزنه ئې هم په غاړه وه  او ورسره ئې ډيره مینه کوله.

میرمن شیما ن عیم  په دیر البلح کې  له خپل زوي ، خور او د کورنۍ له نورو غړو سره یو خاي د وحشي صهیونیسټي رژيم  په بې آمانه بمباریو کې شهیده شوه . یاد او خاطره ئې تل ژوندئ

https://iqna.ir/fa/news/4208198/  

captcha